په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د امنيت شورا د سوماليا مسئلې په اړه وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې له ننګونو سره د مقابلې په پار له دغه هېواد سره مرستې وکړي.
ښاغلي دای بينګ په خپلې وينا کې ويلي، چې تر هر څه دمخه بايد د ترهګرۍ ضد د مبارزې لاسته راوړنې وساتل شي. نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ ضد او د ثبات ساتلو په برخو کې د سوماليا له کوښښونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، د خپلو ځواکونو د روزلو او د توان د پياوړتيا په موخه باید لا زياتې مرستې ورته برابرې کړي، څو لا زياتې امنيتي دندې پرغاړه واخلي.
دوهم، نړيواله ټولنه بايد د سومالي له انتقالي سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي.
( سپوږمۍ)