شي جين پينګ د نوي پرمختيايي بانک له مشرې سره وکتل
CMG2023/10/20 10:30:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په شپه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د نوي پرمختيايي بانک له مشرې ډيلمه روسېف سره کتلي دي.

شي جين پينګ له نوموړې سره په کتنې کې ويلي، چې نوی پرمختيايي بانک باید د نړيوال پولي سيسټم د يو مهم نوي سمسور ځواک په توګه خپل رول ولوبوي او د ۲۱مې پېړۍ د نوي څواړخيز پرمختيايي ارګان د جوړولو، د نړيوال پولي سيسټم د لا عادلانه او معقول پرمختګ او د نويو سمسورو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د وينا حق د پياوړتيا لپاره باید هڅې وکړي.

نوموړي ويلي، چې چين د کمربند او لارې او نړيوال پرمختګ په وړانديزونو کې د نوي پرمختيايي بانک د ګډون، تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ايجنډا د پلې کولو او د عصري کېدو بهير د تر سره کېدو په پار له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو هرکلی کوي او په وينا يې، چين به د پخوا په شان د نوي پرمختيايي بانک د کارونو دوامدار ملاتړ وکړي او په کور دننه به ورته اسانتياوې برابرې کړي.

مېرمن ډيلمه روسېف په خپلو خبرو کې ويلي، تاريخ ته په کتو، هېڅ يو وړانديز د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په شان څه باندې ۱۵۰ هېوادونو ته په خپلې لمنې کې ځای نه دی ورکړی او په خبره يې، د کمربند او لارې وړانديز او د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم به د ټولې نړۍ د دوام لرونکي او زرغون پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.