د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د اکتوبر په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د ډيموکراتيکې کوريا د خارجه وزارت په بلنه د اکتوبر په ۱۸مې نېټې پينګ يونګ ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه يې خپله رسمي ليدنه پيل کړې ده.
د ډيموکراتيکې کوريا خارجه وزيرې چوی سانګ هي د روانې مياشتې د ۱۸مې نېټې په شپه د خپل روسي سيال د هرکلي په مېلمستيا کې ويلي، چې ډيموکراتيکې کوريا او روسيې تل يو له بل څخه ملاتړ کړی او نږدې همکارۍ يې ساتلې دي.
هغې هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه د سيرګي لاوروف د دغه سفر له لارې د مشرانو د شوي تاريخي تړون پر بنسټ په لا لوړې کچې خپلمنځي اړيکې پراخې او ابادې کړي.
سيرګي لاوروف په يادې مېلمستيا کې ويلي، چې د روسيې او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو لېدنه او خبرې د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه هېوادونه د خلکو د ګټو په رڼا کې د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ نيت لري.
هغه د خپل سفر موخه د دواړو هيوادونو د مشرانو د شوي تړون د پلې کېدو واقعي لاسته راوړنه بللې ده.
( سپوږمۍ)