د روسیې جنګي الوتکې د بریتانیا د ۳ الوتکو مخه نېولې
CMG2023/10/20 11:07:21
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۱۹مې نېټې پر خپلې ویبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې یې د دغه هېواد دوو سو -۲۷ جنګي الوتکو د تور سمندر د پاسه هوا کې د روسیې قلمرو ته نږدې د بریتانیې د ۳ الوتکو مخه نېولې ده.

اعلاميه وايي، چې د روسيې هوايي څار سیسټم د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د تور سمندر دپاسه هوا کې ۳ موخې پيدا کړې وې، چې د روسیې سرحد ته په نږدې کېدو وې.

د روسیې دوو سو -۲۷ جنګي الوتکو تايید کړې، چې د بریتانیې يوه ار سي ـ۱۳۵ (RC-135) څار الوتکه او دوه يې اي اېف ـ ۲۰۰۰(EF-2000) جنګي الوتکې د تور سمندر دپاسه هوا کې د روسیې قلمرو ته نږدې شوې وې.

د روسیې جنګي الوتکو د بريتانېي د یادو الوتکو مخه نېولې او له خپل قلمرو څخه يې شړلې دي.