په راتلونکو لسو کلونو کې د کمربند او لارې نښلوونکې څو بعدي شبکه څنګه جوړه شي؟
CMG2023/10/20 15:19:29
شريکول:

 

د هنګري صدراعظم اوربان ويکتور د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې چې د اکتوبر په ۱۸مه په بېجينګ کې ترسره شوه، د هنګري او سربيا ترمنځ رېل پټلۍ ستايلې او ويلي يې دي، چې د کمربند او لارې د اړوندو هېوادونو اتصال به اروپا ته د سيالۍ وړتيا د بیا لوړولو فرصت ورکړي، نوموړي همدارنګه له اروپا او نړۍ غوښتي چې د خپلمنځي اتصال نوی چانس ومومي.

اتصال د کمربند او لارې برنامې عمده هدف دی، دغه راز د ياد فورم عمده موضوع هم ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغه فورم پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره اته تدبيرونه  اعلان کړل چې لومړی تدبير  يې د کمربند او لارې د نښلوونکې څو بعدي شبکې جوړول دي. له دې څخه ښکاري چې د اړوندو هېوادونو نښلول يا اتصال لاهم په راتلونکې کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لومړی مهم کار وي.

په تېرو لسو کلونو کې د کمربند او لارې په ابادوونکو هېوادونو کې تر دې دمه ګړندي سړکونه، پلونه او بندرونه جوړ شوي، د بېلګې په توګه يې د کانګو لومړی نمبر سړک، د کرواتيا جنوب او شمال نښلوونکی پيلجسڅ پل او د اروپا تر ټولو لوی پيرايوس بندر يادولی شو. دغه پروژې د کمربند او لارې د اتصال نمونې بلل کېږي، د چين او د کمربند او لارې د هر ابادوونکي هېواد هيلې پوره کوي، خلکو ته ګټې رسوي او د اقتصادي ودې په پراختيا کې مرسته کوي.

د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ چارې نوې مرحلې ته داخلې شوې، د رئيس شي جين پينګ په وينا، چين به هڅه وکړي چې د کمربند او لارې د نښلولو څو بعدي شبکه جوړه کړي. دا پدې مانا ده چې د کمربند او لارې د اتصال چارې به نه يوازې د سمندرونو، ځمکو او هوا په برخو کې، بلکې د انټرنيټ، ماليې او سپوږمکيو او مخابراتو په ګډون يو شمېر نورو برخو کې به هم ترسره شي.  په دغه فورم کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، اړوند هېوادونه به د بنسټيزو تاسيساتو، اړوندو قوانينو او معيارونو د وصل  او د خلکو د متقابل پوهاوي او دوستۍ د زياتولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

چين د بنسټيزو تاسيساتو د اتصال په اړه عملي او تفصلي پلانونه وړاندې کړي، چې له مخې به يې اروپا ته د چين رېل پټلۍ ايکسپرېس ته باکيفيته پرمختګ ورکړي، له اړوندو هېوادونو سره به د رېل پټليو د جوړولو کارونه ترسره کړي او په اسيا او اروپا  کې به د مالونو د لېږرالېږد نوي دهليزونه پرانيزي، چې پدې سره به د اسيا او اروپا د هېوادونو ترمنځ تګ راتګ لا اسانه او د اقتصاد د بيا غوړېدو بنسټ به يې  نور هم  ټينګ شي.

پر بنسټيزو تاسيساتو سر بېره قوانين او معيارونه به هم وصل شي. چين د ۲۰۲۳ م کال د جون تر پايه پورې د ۶۵ هېوادونو له ارګانونو او نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره  پدې برخه کې ۱۰۷ تړونونه لاسليک کړي دي. دا چې هېوادونه د سرچينو، قوانينو او په نړيوالو اقتصادي همکاريو د ونډو اخيستلو په برخو کې فرق لري، نو اوسمهال د معيارونو او قوانينو د اتصال په برخه کې يې لاهم  له ځينو ننګونو سره مخ دي. که په راتلونکې کې پدې برخه کې پرمختګونه راشي، نو اړوندې تګلارې به يې په لاښه توګه پلې کېدای شي، خپلمنځي همکارۍ به يې نورې هم پياوړې شي او د نړيوال نظام د عادلانه کېدو او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره به ډېرې مرستې وکړي.

چين د دغه فورم په موده کې د خلکو د ژوند د ښه والي په پار د ۱۰۰۰ نويو پروژو پلانونه هم اعلان کړل، چې له مخې به يې له يو شمېر هېوادونو سره په ګډې همکارۍ په دغو هېوادونو کې د اوبو لګولو او د برېښنا توليد تاسيسات، دغه راز ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي. دغه پروژې به د دغو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي او دوستۍ په پراختيا کې ډېرې مرستې وکړي.

له شکه پرته د کمربند او لارې د څو بعدي شبکې په جوړېدو سره به د کمربند او لارې ابادوونکي هېوادونه وتوانېږي چې د عرضې، صنايعو او ارزښتونو په نړيوالو ځنځيرونو کې زياتې ونډې واخلي او زيات ګډ پرمختګونه به ومومي .