انټونيو ګوټرېش: فلسطین او اسرائیل بايد سمدستي اوربند وکړي او بشري مرستو ته اجازه ورکړي
CMG2023/10/20 11:08:12
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اکتوبر په ۱۹مې نېټې د مصر په پلازمینې قاهرې کې پر فلسطین او اسرائیل غږ کړی، چې سمدستي اوربند وکړي او غزې ته د بشري مرستو کاروان ته اجازه ورکړي.

ګوټرېش په قاهره کې  د مصر له خارجه وزير سامح شکري سره د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د روان تاوتريخوالي د کمولو او په غزې کې بندو کسانو ته د مرستو رسولو په پار غږیدلی دی.

نوموړي له غونډې وروسته خبري رسنیو ته ویلي، چې د جنګ ښېکلې خواوې باید د بشريت نړیوال قانون ته درناوی وکړي او ملکي وګړي باید خوندي وساتي.

هغه د فلسطین له حماس څخه غوښتي، چې سمدستي او له شرط پرته بندیان ازاد کړي او پر اسرائيل يې غږ کړی، چې د غزې خلکو د لومړنیو توکو پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اجازه ورکړي.