په لبنان کې د ملګرو ملتونو د ميشتو لنډ مهالو ځواکونو وياند د اکتوبر په ۱۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د لبنان او اسرائيل په سرحدي سیمو کې حالات لا هم ترينګلي دي، خو دوی د لبنان له جنوب څخه د وتلو پلان نه لري.
ځايي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د لبنان حزب لله په همدې ورځ د اسرائيل پر څو پوځي اډو او سرحد ته نژدې پر يو اسرائيلي کلي څو توغندي ويشتلي دي او بلخوا د حماس تر مشرۍ لاندې يوې وسله والې ډلې هم د لبنان له جنوب نه د اسرائيل شمال ته ۳۰ راکټونه توغولي او اسرائيلي ځواکونو پرې ځوابي ډزې کړې دي.