د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم په څنډې کې ۶ نور ځانګړي فورمونه تر سره شوي
CMG2023/10/20 15:13:09
شريکول:

د کمربند او لارې د نړيوال همکارۍ درېيم فورم په حاشيه کې د اسانې سوداګرۍ، د خلکو دوستۍ، د فکري مرکزونو تګ راتګ، له فساده پاکې د ورېښمو لارې، سيمه ييزو همکاريو او سمندري همکاريو په سرليکونو ۶ ځانګړي فورمونه تر سره شوي دي.

په دغو فورمونو کې چيني او بهرنيو مېلمنو پر اړوندو چارو بحثونه کړي او د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره يې نوې نقشه پنځولې ده.

د اسانې سوداګرۍ د فورم ګډونوالو د یو لړ هوکړه ليکونو او تړونونو په شمول ۱۰۶ همکاريز سندونه لاسليک کړي، د الکترونيکې سوداکرۍ، مالياتو او د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو په شمول ۹ همکاريز ميکانيزمونه يې جوړ کړي، ۳۰ لويې اقتصادي او سوداګريزې پروژې او ۴۰ کوچينۍ پروژې يې پيل کړي، د زرغونې سوداګرۍ، ډيجيټلي پرمختګ او ګمرکي چارو په شمول ۸ وړانديزونه يا ميکانيزمونه يې طرحه کړي او ۸ څېړنيز راپورونه او سپين کتابونه يې خپاره کړي دي.

د سيمه ييزو همکاريو فورم برخه والو خواوو د کلتوري تګ راتګ او سوداګريزو همکاريو په برخو کې ۱۵ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

د خلکو دوستۍ فورم (( د ورېښمو لارې په اوږدو کې زړه په زړه )) وړانديز اعلان کړی او د ۱۲۰ لاسته راوړنو لېست يې خپور کړی دی.

د سيمه ييزو او سمندري همکاريو فورم د کمربند او لارې د ابي همکاريو وړانديز او په تړاو يې د ۲۵ لاسته راوړنو لېست خپور کړی دی.

له فساده پاک د ورېښمو لارې فورم د فساد ضد مبارزې په برخه کې (( د کمربند او لارې برياليتوب او راتلونکی )) او (( د فساد ضد چارو کې لوړ پوړي اصول )) خپاره کړي دي.

د فکري مرکزونو تګ راتګ فورم د کمربند او لارې د فکري مرکزونو د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا وړانديز خپور کړی او د بېلا بېلو هېوادونو فکري مرکزونه يې هڅولي، چې د خپلو مسلکي وړتياوو له لارې د کمربند او لارې د تطبيق مسير او راتلونکي پرمختګ د موندلو لپاره ګډې هڅې وکړي.