د فلسطين خبري اژانس خبر ور کړ، چې د اکتوبر په شلمه ولسمشر محمود عباس د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره تليفوني خبرې وکړې او پکې يې د فلسطين او اسرائيلو د وضعيت او غزې ته د مرستندويه توکو د داخلېدو د ګړندیتوب په باب بحث وکړ.
عباس په دې خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې فلسطين د فلسطينيانو د بې ځايه کولو له هر ډول دسيسې سره مخالفت کوي.
مکرون هم په خپلو خبرو کې تاکید وکړ، چې بايد له سياسي لارو چارو د فلسطين مسئله حل شي تر څو د دې سيمې امنيت او ثبات تضمين شي.