د الفتح غړی: امريکا د فسلطين او اسرائيلو په شخړو کې پر اور تېل شيندلي
CMG2023/10/21 11:53:30
شريکول:

د فلسطين د الفتح سازمان د انقلابي کمیټې غړي زکانا د اکتوبر په ۱۹مه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې  وویل، چې امريکا اوس په دې شخړو کې پر اور تېل  شیندي.

که څه هم ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو څو څو ځلې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له ډيپلوماتيکو لارو چارو د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د جګړې د لاشديدېدو مخه ونيسي، خو وضعيت يې بيا هم د لا خرابېدو په حال کې دی. زکانا په دې اړه وویل، چې د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه دې د دغه وضعيت پړه پر غاړه واخلي.

هغه وويل،  شخړې لا هم د امريکا، بريټانيا او اروپا  تر ملاتړ لاندې روانې دي، چې دا د افسوس خبره ده. کشالې وحشتناکې دي او په ټوله نړۍ يې اغيزه کړې ده. کله چې امريکا دا نظر درلود، چې ځاني ګټې به د شخړو له کبله له خطرونو سره مخ شي، نو د امریکا او بريټانيا په شمول اروپايي هېوادونو په دې شخړو کې لاسوهنه او له اسرائيلو څخه يې ملاتړ زيات او هغوی ته يې د تش په نامه ځاني دفاع حق  ورکړ. نړيوال په دې ښه پوهيږي، چې د دې شخړو تر شا د امريکا لاس دی.

د خبرونو له مخې د فلسطين د روغتیا وزارت د اکتوبر په شلمه خبر  ورکړ، چې د يادو شخړو له امله ۴۲۱۸ فلسطينيان وژل شوي، چې په دې جمله کې ۴۱۳۷ تنه په غزه کې مړه شوي او  څه باندې ۱۲ زره تنه ټپيان شوي دي. دغه زار د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې ۸۱ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۴۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.