په ملګرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون د اکتوبر په شلمه د سيمه ييزو ميکانيزمونو د رول په اړه د امنيت شورا مباحثوي غونډې ته په وینا کې وويل، چې د سيمه يیزو ميکانيزمونو اړوند هېوادونه د شخړو او ترينګلتياوو د حل په ترڅ کې باید د نړيوال قانون او د نړيوالو اړیکو د بنسټيزو اصولو مراعات وکړي.
جانګ جون وويل، د چين په اند، سيمه يیز ميکانيزمونه باید د ملګرو ملتونو د منشور له مخې وي او اړوند هېوادونه يې باید خپلمنځي خبرې او همغږۍ پياوړې کړي او د بحرانونو د سختېدو مخه دې ونيسي. دغه راز د شخړو او ترينګلتياوو اصلي لاملونه دې پيدا او ستونزې يې دې هوارې کړي.
دغه راز نوموړي د سيمه ييزو ميکانيزمونو له اړوندو هېوادونو غوښتي، چې له پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو سره د توان په لوړولو او د خلکو د ژوند په ښه والي کې مرسته وکړي، دغه راز له هغو هېوادونو سره دې، چې ترينګلتياوې يې پای ته رسېدلي، له سيمې سره د اتصال په برخه کې همکارۍ وکړي، څو په دغو هېوادونو کې دايمي سوله راشي.
نوموړي د فلسطين د مسئلې هراړخیز هواری بېړنی کار وباله او ویې ویل، چې چين په دغه مسئله کې د عربليګ او عربي هېوادونو له لارښوونکي رول څخه ملاتړ کوي.