د امريکې د ماليې وزارت د راپور له مخې، د دغه هېواد د ۲۰۲۳م مالي کال د بودیجې کسر ۱.۶۹۵ تريليون ډالره ته رسېدلی، چې د تېر مالي کال د بوديجې تر کسر ٪ ۲۳ زياتوالی ښيي او لامل يې د عايداتو کموالی، دغه راز د ټولنيز ضمانت او طبي بيمو د لګښتونو او د فدرالي حکومت د پورونو د سود زياتوالی دی.