د جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت د اکتوبر په شلمه د دې هېواد ملي کانګرس ته د ځانګړې بوديجې د تصویب هغه قانوني مسوده وړاندې کړه، چې له اوکراين او اسرائیلو سره د پوځي مرستو او د دې هېواد د ځاني خونديتوب د ساتلو لپاره ۱۰۵ ميليارډه امريکايي ډالره زيات کړي.