ولاديمير پوتين: روسيه او چين پر سم لوري خپلې اړيکې بيايي
CMG2023/10/21 11:32:39
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چين ميډیا ګروپ ته په یوې تازه ځانګړې مرکې کې وویل، چې روسيه او چين پر سم لوري خپلې اړيکې بيايي.

نوموړي وويل، چې د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو اوسنی وضعيت له تېرو شلو کلونو راهيسې د ښې پالنې او ثابت پرمختګ په نتيجه کې رامنځته شوی او هر ګام  يې د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو غوره شوی.

پوتين د اکتوبر په ۱۸ مه په بېجينګ کې د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په درېيم فورم کې ګډون کړی و. د نوموړي په وينا، کمربند او لار د روسيې له هغې طرحې سره چې د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاديې ته پرمختګ ورکول غواړي، مطابقت لري او د يادې اتحاديې غړو هېوادونو تراوسه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په رڼا کې ۲۴ ميليارډه امريکايي ډالره پانګونې ترلاسه کړي دي.

پوتين وويل، د کمربند او لارې لويه ځانګړتيا دا ده، چې د دې طرحې ټولې چارې د بېلابېلو خواوو په ګډو مشورو او موافقو ترسره کېږي او چين خپلې ارادې پر نورو هېوادونو نه تپي، بلکې فرصتونه برابروي.