د ملګرو ملتونو سیلانۍ سازمان UNWTO د ۲۰۲۳ م کال د غوره سېلانيزو کليو نوملړ خپور کړی چې د چین څلور کلي (د جيانګ شي ولایت هوانګ لینګ کلی، د جه جيانګ ولایت شيا جيانګ کلی، د ګان سو ولایت جاګانا کلی او د شان شي ولایت جو جيا وان کلی) پکې شامل شوي دي.
په دې سره د چين د هغو کليو عمومي شمېر چې په ياد نوملړ کې شامل شوي، ۸ ته رسېدلی او په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.
د چين د جه جيانګ ولایت يوو کلی او د ان هوی ولایت شيدي کلی په ۲۰۲۱م کال کې او د ګوانګ شي سيمې دا جای کلی او د چونګ چينګ ښار جينګ جو کلی په ۲۰۲۲م کال کې د ياد سازمان لخوا د غوره سېلانيزو کليو په لیست کې شامل شوي دي.
عکسونه:
د چين په منځنۍ برخه کې د جيانګ شي ولایت هوانګ لينګ کلی
د چين په جنوب ختيځ کې د جه جيانګ ولایت شيا جيانګ کلی
د چين په لوېديځ کې د ګان سو ولایت جاګانا کلی
د چين په مرکز کې د شان شي ولایت جوجياوان کلی
د چين په جنوب ختيځ کې د جه جيانګ ولایت يوو کلی
د چين په ختيځ کې د ان هوی ولایت شيدي کلی
د چين په جنوب کې د ګوانګ شي سيمې دا جای کلی
د چين په جنوب لوېديځ د چونګ چينګ ښار جينګ جو کلی