غزې ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه ورسېده
CMG2023/10/22 13:49:05
شريکول:

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روانو شخړو له رامنځته کېدو وروسته په لومړي ځل بشري مرستې د اکتوبر په ۲۱ مه غزې ته ورسېدې.

د مصر او غزې په سرحد کې رفح ځمکنی بندر په همدې ورځ پرانيستل شو او د طبي موادو، خوړو او اوبو په ګډون یوه جوپه مرسته په ۲۰ لاريو کې له دغه بندر څخه تېره او غزې ته وليږدول شوه او له دې وروسته ياد بندر بېرته وتړل شو.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تیدروس په همدې ورځ وويل، په غزې کې بشري مرستو ته اړيتاوې له يادو لیږدول شوو توکو ډېرې زیاتې دي.