د چين په کوربه‌توب په هانګ جو ښار کې د اسيايي پارا لوبې پيلېږي
CMG2023/10/22 13:45:23
شريکول:

د چين په کوربه‌توب په هانګ جو ښار کې د اسيايي پارا لوبې د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه پيلېږي او د اسيا د څه باندې ۴۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۰۰۰ معلول لوبغاړي پکې ګډون کوي.

د افغانستان د پارا المپیک ملي کمېټې مسوولین وايي، دې سیالیو کې له دغه هېواد څخه په پنځو ورزشي رشتو کې لوبغاړي ګډون کوي، چې له ډلې یې د ويلچر باسکټبال ملي لوبډله څو ورځې وړاندې د چین هانګ جو ښار ته رسېدلې او پاتې نورې د پاورلفټنګ، تکواندو، لامبو وهلو، او ځغاستې لوبډلې هم د اکتوبر په ۱۹ مه نیټه د چین هانګ جو ښار ته تللې دي. د افغانستان د پارا المپیک ملي کمېټې رییس محمد یوسف افتخار د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې څخه ډيره تمه لري چې په یادو سیالیو کې به ښې لاسته راوړنې ولري.