د فلسطين مسئلې په اړه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۱ مه په مصر کې ترسره شوه او پکې د قطر، ترکيې، يونان، فلسطين، عربي متحده اماراتو، بحرين،کويټ، سعودي عربستان، عراق، ايټاليې او قبرس په ګډون د ۳۰ هېوادونو او د ملګرو ملتونو په ګډون د ۳ نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ له دغې سرمشريزې وروسته یوه اعلاميه خپره کړه او له ښکيلو خواوو څخه يې وغوښتل چې روانه جګړه پای ته ورسوي او د نړيوال قانون او بشري اصولو له مخې عام وګړي خوندي وساتي. نوموي دغه راز بشري مرستې تر ټولو مهم کار بللی دی.
د فلسطين مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ځانګړې استازې لوسيا ايلمي په همدې ورځ په خپلو خبرو کې وويل، اوس په غزه کې يو ميليون ماشومان ژغورلو ته ډېره اړتیا لري.