شي جين پينګ په بهرنيو هېوادونو کې د چيني محصلينو ټولنې ته د دې ټولنې د جوړېدو د ۱۱۰ مې کلیزې په پار د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/10/22 13:46:07
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۱ مه په بهرنيو هېوادونو کې د چيني محصلينو ټولنې ته پيغام واستاوه او د دغې ټولنې د  جوړېدو د ۱۱۰ مې کلیزې په پار يې مبارکي وويله.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې وويل، چې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني محصلينو ټولنې له تېرو ۱۱۰ کلونو راهيسې د هېواد د ابادۍ او خلکو ته د خدمتونو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. نوموړي هيله وښودله چې دغه ټولنه په نوې زمانه کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د تمدنونو د متقابلې زده کړې ، د هېواد د ابادۍ او د چیني ملت د بيا سمسورتيا په چارو کې پرله پسې کارونه وکړي.