د ورېښمو د ډيجيټلي لارې د ابادۍ له کبله د نړۍ عصري کېدو بهير چټک شوی دی
CMG2023/10/22 14:58:32
شريکول:

په وروستيو کې د چين په تلويزيونونو کې ((د سمسورتيا په لور)) مستند فلم د خپرېدو په حال کې دی او پکې هغه کيسه ويل شوې چې د نايجيريا د لاګوس ښار ځوان جان اندريو د موټرسايکل په وسيله بستې ځايي خلکو ته وليږدولې او ترې يې ګټې واخيستې.

جان اندريو د چين د توکو ليږد په يوه شرکت کې د ليږدونکي په توګه دنده ترسره کوي. دغه شرکت څو کاله دمخه جوړ شوی، د کارکوونکو شمېر يې له زر تنو څخه اوښتی او په هڅو سره يې په دغه سيمه کې د مالونو د ليږد راليږد يوه اغيزناکه شبکه او په دې برخه کې د چين د ډيجيټلي ځيرک اداري سيستم په مټ په دې هېواد کې  لومړی  توکي ليږدونکي کمربند او سکینر او خدمتي سيستم جوړ شوی دی. اوس هلته ځايي وګړي پر وخت د ګرځند تليفون په وسيله د سپارښتنو په اړه معلومات تر لاسه کولی شي او په انلاين ډول د توليداتو د اخيستلو وخت يې له څو مياشتو څخه څو ورځو ته راټيټ شوی دی.

همدا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز او ډيجيټلي اقتصاد د يو ځای کېدو يوه ښه بېلګه ده. اوس مهال د کمربند او لارې ګډه ابادي د باکيفيته پرمختګ نوی پړاو ته داخله شوې چې له دې کبله په نړۍ کې د ډيجيټلي اقتصاد پرمختګ کې نوی فرصتونه رامنځته شوي دي. په وروستيو کې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ د درېيم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې داسې ويلي، چې چين به د ورېښمو لارې د الکترونکې سوداګرۍ همکاريزه نمونوي سيمه اباده کړي او هر کال به د ډيجيټلي سوداګرۍ نړيوال نندارتون تر سره کړي. په دې فورم کې چين له اړوندو هېوادونو سره په ګډه د کمربند او لارې د ډيجيټلي اقتصاد د نړيوالې همکارۍ د بېجينګ وړاندیز په شمول ځيني سندونه خپاره کړل. د عامو افکارو په اند همدا به د چين او اړوندو همکاريزو هېوادونو ترمنځ ډيجيټلي اقتصادي همکارۍ به لا پياوړې شي.

اوس مهال انساني ټولنه له څلورمې صنعتي انقلابي څپې سره مخ ده. د اړوندې شمېرنې له مخې تېر کال د امريکا، چين، جرمنۍ، جاپان او د کوريا جمهوريت په شمول د پنځو هېوادونو د ډيجيټلي اقتصاد عمومي اندازه ۳۱ تريليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د دغو هېوادونو د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کې ۵۸ برخه نيولې او برخه يې لاهم د زياتېدو په حال کې ده.له بلې خوا د ډيجيټلي پرمختيايي توپيرونو د موجوديت له کبله ډېر پرمختيايي هېوادونه د ډيجيټلي تخنيکونو له فرصتونو او لاسته راوړنو څخه نه دي برخمن شوي چې همدا د دوی د عصري کېدو مخنيوی کړی دی.

 لس کاله دمخه چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز وکړ چې لويه موخه يې په اقتصاد کې د اړوندو هېوادونو وصل کېدل دي او يو مهم لوری يې د ډيجيټلي تخنيکونو، بنسټیزو تأسيساتو او بازار په برخو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده. د چين په مثپتو هڅو سره د ورېښمو د ډيجيټلي لارې ابادۍ  ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

په لس کلن پرمختګ سره سره د کمربند او لارې  ډيجيټلي اقتصادي همکاري نوی پيل شوي دي. چين په ياد فورم چې دا ځل د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په اړه د ډيجيټلي اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په شمول اته تدبيرونه نيولي دي. شنونکو دې ته په اشارې سره ويلي چې تېر کال د چین ډيجيټلي اقتصادي اندازه په نړۍ کې دوهم مقام ونيوه او چین به  په راتلونکي کې د ورېښمو لارې د الکترونکي سوداګرۍ د نمونوي همکاريزې سيمې د جوړولو او د ډيجيټلي سوداګرۍ د نړیوال نندارتون د تر سره کولو له لارې په دې برخه کې له اړوندو هېوادونو سره همکاريز موثريت لوړ کړي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره فرصتونه برابر کړي.

په دغه فورم کې چين له اړوندو هېوادونو سره د کمربند او لارې د ډيجيټلي اقتصاد د نړيوالې همکارۍ د بېجينګ وړانديز هم خپور کړی او د بنسټیزو تأسيساتو، د صنعتي جوړښت بدلولو، د ډيجيټلي توان او همکاريز ميکانيزم په برخو کې شل مادې ګډو نظريو ته رسېدلي  چې په دې برخه کې يې نوې لاره پيدا کړې او د راتلونکو لسو کلونو لپاره يې په ډيجيټلي چارو کې د اړوندو هېوادونو د وصل کېدو او د ورېښمو د ډيجيټلي لارې د ابادۍ لپاره لاره هم هواره کړې ده. د نړيوال کېدو د مخنيوي په حال کې د الکترونکې سوداګرۍ او ډيجيټلي خدمتي سوداګرۍ ته پرمختګ ورکول د سوداګريزو ستونزو د لېرې کولو او د نړيوالې سوداګرۍ د بيا سمسورتيا او د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو لپاره مثبت رول لوبوي.