د عراق اسلامي مقاومت سازمان د اکتوبر د ۲۱ مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوو بې پيلوټه الوتکو د عراق د کردستان سيمې د مرکز اربیل په شمال ختيځ کې د امریکې پر حرير هوايي پوځي اډې بريد او ټاکلی هدف يې په نښه کړ.
تراوسه حرير اډې او امريکايي ځواکونو پدې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د روانې مياشتې له ۱۸ مې نېټې راهيسې په عراق کې یو شمېر امريکايي پوځي اډې د اسلامي مقاومت سازمان له بريدونو سره مخ شوې دي.