د افغانستان ویلچیر باسکیټبال لوبډلې د اکتوبر په ٢٢مې نېټې د چين په هانګ جو ښار کې د پارا اسیایي لوبو په ترڅ کې د جه جيانګ ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون له باسکيټبل لوبډلې سره تمريناتي لوبه کړې ده.
د دغو دوو ډلو ترمنځ روانه تمريناتي سیالي د سره صليب نړيوالې ټولنې، د چين د سره صليب ټولنې او څو وزارتونو له خوا په ګډه اچول شوې وه.
د افغانستان ویلچیر باسکیټبال ملي لوبډله په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شوې او په ۲۰۱۷ کال کې يې په بیجینګ کې د نړیوالې ویلچیر باسکیټبال ټولنې په اسيايي سیالیو کې ګډون کړی و او په سږنيو پارا اسیايي لوبو کې يې د سره صليب نړيوالې ټولنې په ملاتړ برخه اخيستې ده.