د چين په هانګ جو ښار کې پارا اسيايي لوبې پیل شوې
CMG2023/10/23 10:08:25
شريکول:

د چين په کوربه توب د څلورمې دورې پارا(معلولينو) اسيايي لوبې د اکتوبر په ۲۲ مې نېټې د چين په هانګ جو ښار کې پيل شوې.

د چين مرستيال صدراعظم دينګ شوی شيانګ د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او د لوبو د پيل اعلان يې وکړ.

په دغو لوبو کې د ۴۴ هېوادونو او سيمو پلاوي او ۳۱۰۰ معلول لوبغاړي ګډون کوي او دوی به په راتلونکو شپږو ورځو کې د ۲۲ ورزشي رشتو او ۵۶۴ مسابقو کې ولوبېږي.