عکس: د اسرائيل دفاع وزير ګالان د اکتوبر په ۱۵ مې نېټې له سرحدي سيمو څخه د لېدنې په حال کې
د اسرائيل دفاع وزير ګالاټ د اکتوبر په ۲۲مې نېټې په تل ابيب کې د هوايي پوځ قوماندانۍ کې خبري رسنيو ته ويلي، چې پرغزې د اسرائيلي ځواکونو ځمکني بريدونه، چې ډېر ژر به يې پيل کړي، ښايي درې میاشتې دوام ولري.
نوموړي ويلي، که اسرائيل حماس ته ماتې ورکړي، نو دا به په غزې کې د يادو ځواکونو وروستي ځمکني بريدونه وي، خو دا ښايي یوه میاشت، دوه مياشتې او حتی درې مياشتې دوام ومومي.
د اکتوبر په ۲۲مې نېټې هم د اسرائيلي ځواکونو او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ جګړه شوې او خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
د اسرائيل د حکومت ویاند خبري رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه د دغه هېواد په شمال کې له حزب الله سره د جګړې د مخنيوي لپاره هڅې کوي او په دوو ځايونو کې يې له بېلو ډلو سره د جګړې اراده نه ده کړې، خو د ځواکونو لومړۍ موخه يې د حماس له منځه وړل ياد کړي دي.