د چین- خلیج همکارو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیرانو غونډه په بریالیتوب تر سره شوه
CMG2023/10/23 09:57:46
شريکول:

د چین - خلیج همکارو هېوادونو (6+1) د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیرانو غونډه د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې ترسره شوه.

د غونډې ګډونوالو د چین- خلیج هېوادونو د همکاریزې کمېټې په لومړۍ سرمشریزه کې د اجماع د تطبیق د حالت، د څواړخیز سوداګریز نظام د ساتنې، یو د بل د پانګونې د هڅونې، د تولید او عرضې ځنځيرونو د همکاريو د ژورتیا په اړه بحثونه کړي او پراخو موافقو ته رسیدلي دي.

د غونډې ګډونوالو(( د اقتصاد او سوداګرۍ د ژورو همکاريو په اړه د چین ولسي جمهوریت او د خلیج عربي هېوادونو د همکاریزې کمېټې د غړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو ګډه اعلامیه)) هم تصویب کړې ده.

په دغه غونډه کې د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو، د خلیج همکاریزې کمېټې سرمنشي جاسم محمد البدوي او د عمان، عربي متحده اماراتو ، بهرین، سعودي، قطر او کویټ استازو ګډون کړی و.