جای جيون په قاهره کې د فلسطين مسئلې د سولې په سرمشريزې کې ګډون وکړ
CMG2023/10/23 14:11:54
شريکول:

د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي جای جيون د اکتوبر په ۲۱مې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د فلسطين مسئلې په اړه د سولې په سرمشريزې غونډې کې ګډون کړی و.

 په دغې غونډې کې د مصر، فلسطین، متحده عربي اماراتو، برازیل او روسیې په شمول د ۳۱ هېوادونو د حکومتونو مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو استازو او د ملګرو ملتونو، عرب لیګ، افریقايي اتحادیې او اروپايي ټولنې مشرانو ګډون کړی و.

جای جيون يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چين د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روان تاوتريخوالي ته ډېره پاملرنه کوي او ټول هغه اقدامات غندي، چې ملکي وګړو ته پکې زيانونه رسيږي.

نوموړي د نړيوالو قانون له هر ډول سرغړونې سره مخالفت ښودلی، د شخړې له ښکېلو لورو يې د پوځي عملياتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده او پر اسرائيل يې غږ کړی، چې د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي، چې غزې ته مرستې ورسوي.

جای جيون په ټينګار ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد عادلانه دريځ وساتي او د روانې شخړې د حل لپاره باید تدبيرونه ونيسي.