د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عرب ليګ له سرمنشي سره وکتل
CMG2023/10/23 15:11:53
شريکول:

د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي جای جون د اکتوبر په ۲۱مې نېټې د فلسطين مسئلې د قاهرې په سرمشريزې کې د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابوالغیط سره کتلي او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوسنيو کړکېچنو حالاتو په اړه ورسره غږیدلی دی.

جای جون د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په روان تاوتريخوالي کې ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګژوبلې او بشري وضعيت سخته اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو لورو یې د بيړني اوربند غږ کړی او له نړيوالې ټولنې يې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د زور استعمال ستونزې نه شي حل کولی او د روان کړکېچ د ماتولو لپاره يې د "دوه هېوادونو اصل" پر بنسټ د سوله ييزو خبرو بیا پیل یوازینۍ لاره بللې ده.

جای جون د عرب ليګ ټينګ ملاتړ کړی، چې په يادې مسئله کې مهم رول ولوبوي.

احمد ابو الغیط د غزې اوسنۍ وضعه نازکه ښودلې او اوربند يې تر ټولو چارو مهم بللی دی.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه مسووليت لري، چې د سوله ييزو خبرو د بيا پيلېدو او د فلسطين مسئلې د سياسي حل لپاره اړين اقدامات وکړي.

احمد ابو الغیط د فلسطين مسئلې په برخه کې د چين د معقول او عادلانه دريځ ستاينه کړې او په وينا يې، له بېجينګ سره به نږدې اړيکې وپالي او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو او د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د بيا پيل لپاره به ورسره ګډ کار وکړي.