د عصري کولو نړیواله زرغونه لاره څه ده؟
CMG2023/10/23 14:45:15
شريکول:

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دې وروستیو کې د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ په درېیم فورم کې پخپله وینا کې وویل، د ورېښمو زرغونه لاره کولی شي له موږ سره مرسته وکړي چې يوې نوې لارې ته ورسېږو چې انسانانو او ګردې کورې ته ګټه ورسوي. د ده وینا د ګډونوالو ملاتړ ترلاسه کړ.

زرغون  پرمختګ د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ اصل دی. په تېرو لسو کلونو کې، د کمربند او لارې پروژې د سیمه ییزې انرژۍ کمبود راکم کړی، د پاکې انرژۍ کارول یې زیات کړي او د سیمه ییزو هېوادونو د عصري کولو لپاره قوي ملاتړ یې برابر کړی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، د انرژۍ کمښت دې د پرمختګ لپاره خنډ نه وي، د پرمختيايي هېوادونو د زرغون او کم کاربن د پرمختګ لار دې روښانه شي او په نوې زمانه کې د دوامدار پرمختګ لارښود وګرځي.

له لسو کلونو راهیسې، چين څه دپاسه له ۴۰ هېوادونو او له ۱۵۰ زياتو سازمانونو  سره د کمربند او لارې د زرغون پرمختګ نړيوالې ټولنې جوړې کړې دي، له ۳۲ هېوادونو سره يې د کمربند او لارې د انرژۍ په برخه کې همکاريزې اړيکې ټینګې کړې. اړوندو کارپوهانو وويل، دا په ډاګه کوي چې چين د نړۍ د کم کاربن د اقتصادي پرمختګ او د دوامدار پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

عصري کول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هیله ده. د یاد فورم لخوا وړاندې شوې ترټولو ستره هیله د نړۍ د عصري کولو لپاره په ګډه کوښښونه کول دي. په دې بهیر کې به د ورېښمو زرغونه لاره څه رول ولوبوي؟  چین په دې اړه ځواب ورکړی دی.

د چین دولت رئیس شي جين پينګ په دغه فورم کې د کمربند او لارې د لوړ کيفيت ابادۍ د هڅونې لپاره اته تدبيرونه اعلان کړل چې يو يې زرغون پرمختګ ته وده ورکول دي. دا یو لړ نویو اقداماتو د نړیوالې ټولنې ډېر پام ځانته راوړلی دی. د کمربند او لارې د زرغون پرمختګ د نړیوالې ګډې ټولنې مرستیال او د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني مرستیال ایریک سولهیم وویل چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د کمربند او لارې اړوند پروژې په نړۍ کې د پاکې انرژۍ او زرغون ترانسپورت په برخو کې ډېرې مهمې پروژې شي.

   د يو شمېر څېړونکو په اند، دغه نوي تدبيرونه ښيي چې په راتلونکي پړاو کې به چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ګډون کوونکو هېوادونو سره د زرغون او کم کاربن په برخه کې پرمختګ وکړي او زرغون صنعتي بدلون به تر لاسه کړي.

زرغون بدلون لومړی د پرمختګ نوی ماډل راوړي. چین په ټینګه سره د زرغون او کم کاربن تخنیکونو ته وده ورکوي او دا عصري ټولنه جوړوي چې خلک او طبیعت په همغږې توګه سره یوځای شي.

زرغون بدلون هم د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک راوړي. د زرغون پرمختګ په اړه د لوړې کچې فورم کې، د زرغون پرمختګ ۳ کاري پلانونه خپاره شول، چې یو یې د زرغون پرمختګ پانګونه او مالي ملګرتیا ده. څېړونکو اشاره وکړه چې دا پلان به په اغېزناکه توګه د کمربند او لارې په جوړولو کې د پانګونې ستونزې حل کړي، د زرغون اقتصاد لپاره مالي ملاتړ به برابر کړي او د مختلفو هېوادونو عصري کولو ته به هڅونه وکړي. د لاتینې امریکا د پراختیایي بانک لوړ پوړي اجرایوي رئیس مارسیلو داس سانتوس وویل چې د کمربند او لارې وړاندیز به په لاتینې امریکا او کارابین کې د زرغون صنعت ارزښتونه لوړ کړي، په تېره بیا به د ټېکنالوژۍ نوښت ته وده ورکړي.

د اوږدې مودې له نظره، زرغون بدلون د انسانانو د ګډ کور د ساتنې لپاره ګټور ګام دی. د وړاندوینې وړ ده چې په راتلونکي کې به د کمربند او لارې د لوړ کیفیت د ګډې ابادۍ په بهیر کې د پاکې انرژۍ د پرمختګ په ګډون یو لړ نوي تدبیرونه د نړۍ د انرژۍ د ساتنې او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره اغېزناک تمام شي.