فلیپين د اکتوبر په ۲۲مې د چین له خبرداري سره سره دوه بار وړونکی بېړۍ او دوه د سمندري پولیسو بېړۍ د چین د نان شه ټاپوګانو سمندري قلمرو ته ننباسلې وې او موخه يې دا وه، چې په دغې سمندري سیمې کې ناقانونه پاتې شوې بېړۍ ته ساختماني مواد ولېږدوي.
د چین د سمندري پولیسو بېړۍ د فلیپين یادو بېړیو ته تر خبرداري وروسته په يادو بېړيو کې بار ناقانونه ساختماني مواد ګرځولي دي.
د فلیپين بېړۍ د چین سمندري پولیسو جدي خبرداری له نظره غورځولی او د ګواښ په ډول د چین بېړۍ ته نږدې شوې، چې له امله يې ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.
د چين حکومت د دې پېښې پړه د فلیپين پرغاړه اچولې او ويلي يې دي، سمندري پولیس به يې د خپل هېواد حاکمیت او سمندري حقونه پوره وساتي.