غزې ته د بشري مرستو دوهمه جوپه ورسېده
CMG2023/10/23 10:25:06
شريکول:

په بشري مرستو بار ۱۷ لارۍ د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د رفح بندر له لارې غزې ته داخلې شوې دي.

دا د روانې میاشتې له ۲۱مې نېټې راهيسې غزې ته د ليږدول شويو بشري مرستو دوهمه جوپه ده.

د مصر د خوړو بانک په نوم د دې هېواد د غير حکومتي سازمان داوطلب رايد جبالي ویلي، چې د مصر سرې میاشتې ټولنې د غزې اوسیدونکو ته يادې مرستې برابرې کړي، چې پکې خوراکي او طبي توکي، اوبه، کمپلې او جامې شاملې دي.

د رايد جبالي په وينا، دغه مرستندويه توکي په غزې کې د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو، د فلسطين سرې مياشتې ټولنې او د سره صليب نړيوالې ټولنې ادارو ته سپارل شوي دي.