چين ميډيا ګروپ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د فرانسې له ټينس ټولنې او د فوټبال مسلکي ليګ سره د همکاريو ياداښتونه لاسلیک کړي او د ټينس د ودې، د سپورټي سياليو د خپراوي، د سپورټي مسلک د پرمختګ، په ځوانانو کې د فوټبال لوبې د پرمختګ او د سيالۍ د ګډ کوربتوب په اړه يې ورسره هوکړې کړې دي.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستيال مشر او د چين ميډيا ګروپ رئیس شن های شيونګ په جلا جلا توګه د فرانسې د ټينس ټولنې له رئيس ګيليس مورتون او د فرانسې د فوټبال مسلکي ليګ له رئيس وينسنټ لابرون پر يادو ياداښتونو لاسلیکونه کړي دي.
راتلونکی کال د چين او فرانسې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۰مې کليزې سره برابر دی.