چين ميډيا ګروپ د پاريس د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې سره د همکارۍ يادښت لاسليک کړ
CMG2023/10/24 14:30:44
شريکول:

چين ميډيا ګروپ او د پاريس د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې د رسمي ستراتيژيکو همکاريو د پېل خبر ورکړی دی.

راتلونکی ۲۰۲۴م کال د چين او فرانسې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۰مې کاليزې سره برابر دی او په همدې کال کې په پلازمېنې پاريس کې اولمپيک لوبې هم ترسره کيږي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې، د ۲۰۲۴م کال د پاريس د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې له ريئس ټوني یسټانګټ سره د همکاريو يادښت لاسليک کړی او د پاريس د اولمپيک لوبو د پرمختيا او د ځانګړو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې يې ورسره د ژورو همکاريو هوکړې کړې دي.

د فرانسې د کولتور وزير عبدالمالک ابدل مالاک په همدې ورځ له شن های شيونګ سره کتلي او د چين ميډيا ګروپ او د پاريس د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې د هراړخيزو همکاريو په پار يې ورته مبارکي ويلې ده.

نوموړي د فرانسې کلتور وزارت او چين ميډيا ګروپ تر منځ د فلمي او تلويزيوني پروګرامونو، کلتوري چارو او ډيجيټلي هنرونو په برخو کې د پراخو همکاريو هيله څرګنده کړې ده.