د استراليا لومړي وزير انټوني البېنزي په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه به د نومبر په ۴مې نېټې چين ته څلور ورځنی سفر وکړي او د چين شپږم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې به برخه واخلي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د استراليا لومړی وزير انټوني البېنزي به ډېر ژر د صدراعظم لي چيانګ په بلنه چين ته سفر وکړي.
ماو نينګ د چين او استراليا سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو او د دوی د خلکو لپاره او هم د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګټورې بللې دي.
نوموړې زياته کړې، چين غواړي له استراليا سره د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي، په بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکاريو ته وده ورکړي او د اړيکو د پرله پسې ښه والي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ښه ژوند لپاره هڅې وکړي.