شي جين پينګ د ګاونډيو هېوادونو د اړيکو په اړه د چين نظریو د ۱۰مې کلیزې سمینار ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2023/10/24 15:46:44
شريکول:

د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه د چین نظریو د ۱۰مې کلیزې نړیوال سمینار د اکتوبر په ۲۴مې نېټې په بېجینګ کې ترسره شو.

د چین نظریو کې له ګاونډيو هېوادونو سره (مهربانه، صادقانه، ګټورې او ټولشموله) اړيکو ته ځای ورکړل شوی دی.

 د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغه سمینار ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، چې چین له لسو کلونو راهیسې د ګاونډیانو ترمنځ د ښو اړیکو د ټينګېدو په بهیر کې یادې نظریې تطبیق کړي او دوستانه همکاریزې اړیکې يې ورسره ژورې کړې دي او سیاسي متقابل باور يې هم ورسره مخ په پياوړي کېدو دی.

نوموړي په ټینګار ويلي، چې چین به په نوې زمانې کې د سیمې د یووالي، ور پرانیستې او پرمختګ لپاره زیات حیاتي ځواک راغونډ کړي او د چيني شکله عصري کېدو بهیر په مټ به ګاونډیو هېوادونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي.

هغه زياته کړې، چې چین به له ګاونډیو هېوادونو سره يو ځای د یوې ښکلې اسیا د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي.

(هیله)