وانګ يي د اسرائيل او فلسطين له بهرنيو چارو وزيرانو سره ټيلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/10/24 14:45:26
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۳مې نېټې په جلا جلا توګه د اسرائيل له بهرنيو چارو وزير ایلي کوهن او د فلسطين له بهرنيو چارو وزير مالکي سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له يادو سيالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د اسرائيل او فلسطين اوسنۍ شخړه پر ټوله نړۍ اغېزه لري او له دواړو خواوو يې د زغم غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه د دفاع حق لري، خو بايد نړيوال بشري قوانين مراعات کړي او د ملګي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

وانګ يي له دواړو خواوو په منځني ختيځ کې د وضعیت د لا خرابېدو او د لاسخت بشري ناورین د مخنيوي غوښتنه کړې او دا يې تر ټولو مهمه چاره یاده کړې ده چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د تکراري کړکېچونو دردونکي پايلې دا په ګوته کوي، چې په سيمې کې يوازې د ګډ امنيت د نظريې پر بنسټ دایمي امنيت رامنځته کېدای شي.

وانګ يي په منځني ختيځ کې د روان کړکېچ د پای لپاره د ۲ هېوادونو لایحه مناسبه او ګټوره بللې او هيله يې ښودلې، چې فلسطین او اسرائیل د سولې او امنیت د اوږدمهاله ګټو لپاره پرمخ ولاړ شي او ژر د ۲ هېوادونو لایحې ته راستانه او سوله ییزې خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي ويلي، چين د فلسطين په مسئلې کې هېڅ شخصي ګټې نه لري او يوازې هيله لري، چې د فلسطين مسئله په هراړخيزه او عادلانه توګه د ۲ هېوادونو لایحې پر بنسټ حل شي.

کوهن د اسرئیل او فلسطین د روانې شخړې په اړه د خپل هېواد دریځ او امنیتي اندیښنې په ډاګه کړې دي.

مالکي هم د فلسطین دريځ معرفي کړی او له چين څخه يې د عدالت د ټينګښت او فلسطین ته د بيړنيو بشري مرستو د برابرولو له امله مننه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې فلسطین د سمدستي اوربند پلوي دی او هيله يې ښودلې، چې نړيواله ټولنه د فلسطین مسئلې حل ته مناسبه لاره ومومي او په سيمه کې يو خپلواک فلسطین ومني.