وانګ يي د چين او جاپان د سولې او دوستۍ تړون د ۴۵مې کاليزې په مېلمستيا کې ګډون وکړ
CMG2023/10/24 10:49:12
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو د دفتر مسئول وانګ يي د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د بېجينګ دياو يو تاې په هوټل کې د چين او جاپان د سولې او دوستۍ تړون د لاسليک د ۴۵مې کاليزې د لمانځغونډې په څنډې کې يوې مېلمستيا کې ګډون کړی.

پدغې مېلمستيا کې د جاپان پخواني صدراعظم فوکودا ياسو او د دواړو هېوادونو شاوخوا دوو سوو استازو هم ګډون کړی و.

وانګ يي د پېچلو او بدلېدونکو نړيوالو حالاتو په درشل کې د چين او جاپان ترمنځ اړيکې په يوه کليدي پړاو کې بللې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د رئيس شي جين پینګ يوه نظر ته هم اشاره کړې، چې له مخې یې، د چين او جاپان د اړيکو اهميت نه دی بدل شوی او په راتلونکې کې به هم بدل نه شي.

وانګ يي د ګډو ګټو پر بنسټ ثابتې دوه اړخيزه اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې يادې کړي او هم يې دا اړيکې د اسيايي هېوادونو د اړيکو يوه نه جلاکېدونکې برخه بللې ده او په وينا يې، دا اړيکې پر نړۍ مهمه اغيزه لري.

نوموړي زياته کړې، چې چين او جاپان بايد د سولې او دوستۍ تړون د لاسليک له ۴۵مې کاليزې څخه په استفادې د تړون اصول عملي کړي او خپلمنځي اړيکې باید بېرته عادي او سالم مدار ته وګرځوي.

د جايان پخواني صدراعظم فوکودا ياسو په خپلو خبرو کې ويلي، چې جاپان غواړي له چين سره د دې تړون منشور وهڅوي، اوسنۍ ستونزې لېرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او سولې، دوستۍ او خپلمنځي همکاريو د پرمخبېولو لپاره هڅې وکړي.