پر بشري مرستو بار ۲۰ لارۍ د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د مصر د رفح بندر له لارې غزې تړانګې ته داخلې شوې دي.
دا د روانې میاشتې له ۲۱مې نېټې راهیسې د بشري مرستو درېیمه جوپه ده، چې د رفح بندر له لارې غزې ته رسول شوې ده.
د بشري مرستو په دغې جوپې کې طبي توکي، بیړني درمل، خواړه او اوبه شاملې دي او په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او پروژو ادارې (UNRWA) يې د لېږد او څار دنده پر غاړه درلوده.