د چين او امريکا د اقتصاد کاري ډلې د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د چين د مرستيال صدراعظم هه لي فنګ او د امريکا د ماليې وزيرې جنيټ ييلين د ګډې هوکړې له مخې خپله لومړۍ انلاين غونډه ترسره کړې ده.
دغه غونډه د چين او امريکا د مالیې مرستیال وزيرانو په مشرۍ ترسره شوې ده.
دواړو اړخونو د چين او امريکې او نړۍ د اقتصادي وضعیت او تګلارو، دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د ګډ مقاومت په اړه ژورې، صادقانه او رغنده خبرې اترې کړې دي.
چيني اړخ په يادې غونډې کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د نظر تبادلو ته به دوام ورکړي.
(ژباړه: شکريه)