د حماس وسلوالې ډلې د عزالدين قسام لېوا د اکتوبر د ٢٣مې نېټې په شپه اعلان کړی، چې د بشري خواخوږۍ له مخې يې ۲ ښځېنه بنديانې خوشې کړې دي.
عزالدين قسام لېوا په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يادو دوو بندیانو د خوشې کولو پرېکړه يې د قطر او مصر په منځګړیتوب کړې ده، خو د دوی هویت یې نه دی په ډاګه کړی.
د مصر د منځني ختیځ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د حماس له خوا خوشې شوې ۲ ښځې، چې عمرونه يې زیات ښودل شوي، د مصر او غزې تر منځ رفح بندر ته رسېدلې دي.