عدالت په طبيعي ډول د خلکو په زړونو کې موجود دی
CMG2023/10/24 15:11:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا څو ورځې مخکې د برازيل له خوا وړاندې شوې د پرېکړه ليک مسوده رد کړه. دغه پرېکړه ليک د حماس بريدونه وغندل او له ښکېلو خواوو څخه يې وغوښتل، چې د عامو خلکو او مدني بنسټيزو تاسيساتو امنيت وساتي او د عامو خلکو لپاره د برېښنا، اوبو، د سون توکو، خوراکي توکو او طبي توکو په شمول اصلي خدمتونه برابر کړي. دغه پرېکړه ليک له اسرائيلو څخه غوښتنه هم وکړه چې له غزې څخه د اوسېدونکو د وتلو حکم لغوه کړي او بشري مرستې تامين کړي.

د امنيت شورا په ټولو غړو کې يوازې امريکا له دغه پرېکړه ليک سره د مخالفت رايه ورکړه.

په همدې ورځ، د برېټانيا او امريکا په شمول د ګوتو په شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلې د درېيمې کمېټې په يوه غونډه کې پر چين د شينجيانګ د اويغوريانو د بشري حقونو په اړه بې ځايه او بې بنسټه تورونه ولګول.

کله چې ټولې نړۍ د غزې پر احلي عرب روغتون  د بريد غندنه وکړه او له اسرائيلو څخه یې د هوايي بريدونو د بندولو غوښتنه وکړه، امريکا او برېټانيا تش په نوم"د شينجيانګ د اويغوريانو د بشري حقونو مسئله"راپورته کړې او لا د پام وړ یې بللې. د يادولو وړ خبره دا ده ، چې له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د چين په شينجيانګ کې د هر فرد په سر منځنی عمر له ۳۰ کالو څخه ۷۲ کالو ته اوږد شوی او نفوس يې دوه چنده زياتوالی ښيي .

د غزې له يوه ماشوم سره د مرکې ويډيو زما سترګو ته درېدلې. په دغه ويډيو کې خبريال د غزې له يوه هلک څخه پوښتنه وکړه، چې تاسو به له لوی کېدو وروسته څه وکړئ؟ دغه هلک د يوې شېبې له چوپتیا وروسته دغه خبريال ته په ځواب کې وويل، چې د غزې ماشومان نشي لویېدلی،  دوی په هر وخت کې د مړينې له خطر سره مخ دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د غمځپلو فلسطيني ماشومانو ډېر عکسونه او ويډيوګانې  لاس په لاس کېږي. زياتو انترنيټ کاروونکو تبصرې ليکلې، چې له دغو عکسونو او ويډيوګانو څخه خواشيني د زغملو وړ نه ده. امريکا، برېټانيا او ځينې لږ هېوادونه بې درده پاتې دي.

که موږ د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو څرګندونو ته وګورو، دا به پيدا کړو، چې د اسرائيلو ملاتړ کوونکي هېوادونه همغه هېوادونه دي، چې د چين په شينجيانګ کې د اويغوري مسلمانانو د بشري حقونو مسئلې د تش په نوم شتون په اړه د جعلي او ناسمو معلوماتو او خبرونو  په  جوړولو او خپرولو کې لاس لري.

لوېديځو هېوادونو د بشري حقونو مسئلې د خپلو سياسي چارو اسباب بللي.

ما څو ورځې مخکې له يوې ويډيو څخه خبر اخيستی، چې د چين د خوراکي توکو مرسته د ملګرو ملتونو د اړوند سازمان له لارې د غزې کډوالو ته ورکړل شوې ده. مګر له بده مرغه خبر ورپسې راغلی، چې د ملګرو ملتونو ګودام په بله ورځ د اسرائيلو له بمبارۍ سره مخ شو.

سره له دې، چې د بشردوستانه مرستې غزې ته نه شي ننوتلی، خو د امريکا زغروال موټرونه اسرائيلو ته رسېدلي او ژر به يې په غزه کې د اسرائيلو ځواکونو په ځمکنيو عملياتو کې ګډون وکړي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د برېټانيا لومړي وزير ريشي سوناک يو پر بل پسې له اسرائيل څخه ليدنه وکړه او نړۍ ته يې پيغام ولېږه، چې هېوادونه يې له اسرائيلو سره ولاړ دي. د نوموړو په خبرو، د فلسطين یوې وسله والې ډلې پر احلي عرب روغتون چاودنه وکړه.

د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د لوېديځو هېوادونو استعمارګرو د تېري، قتل او استعماري تسلط کړنې په تاريخ کې ثبت شوې دي. د حيرانتيا وړ خبره دا ده، چې په روانه ۲۱مه پېړۍ کې همدغسې تراژيدي په غزه کې لا هم موجوده ده.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير او د مرکزي استخباراتي ادارې پخواني مشر مايک پمپيو په يوه وينا کې وويل، چې"د امريکا عزت زموږ له درواغو، ټګيو او غلا څخه جوړ دی."

امريکا د غزې او شينجيانګ په چارو کې دغه تګلاره غزولې. امريکا د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه د جعلي کيسو د جوړولو لپاره د اويغوري قوم ډېر ” تمثيل کوونکي “راغونډ کړي دي. په دې وروستيو کې يو مشهور ممثل شيداياټ پر ټولنيزې رسنۍ په واشينګټن کې يو اخيستل شوی عکس خپور کړی او ليکلي يې دي، چې (( زما دوهم کال دی، چې دلته راغلی یم او د مرکزي استخباراتي ادارې لپاره مې کار کړی. ))

زياتېدونکو وګړو د امريکا د دغو وسايلو رښتينې بڼه پېژندلې ده. عدالت په طبيعي ډول د خلکو په زړونو کې موجود دی.

 

ليکوال: د چين ميډيا ګروپ د مالیزیا ژبې څانګې خبريال جانګ هونګ

ژباړه: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله ياسمين