د چین د ښځو دیارلسم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې پرانیستل شو.
د ياد کانګرېس په پرانيستونکو مراسمو کې د دولت رئیس شي جين پينګ او صدراعظم لي چیانګ په شمول د چین کمونېست ګوند او حکومت ځينو مشرانو هم برخه اخيستې وه او په پار يې د چين ښځو ته مبارکۍ ويلې دي.
په دغه ملي کانګرېس کې د چین د سترې برخې نږدې ۱۸۰۰ ښځینه استازې او د هانکاګ او مکاو د ځانګړو اداري سیمو ۹۰ استازي برخه لري.
د کانګرېس ګډونوالې استازې به د چین د دولت د ښځينه ټولنې منشور(تعدیل بڼه) د مسودې په اړه بحثونه وکړي.