د اسرائيل لوی درستیز: ځواکونه يې پر غزې د ځمکني برید لپاره چمتو دي
CMG2023/10/25 14:09:42
شريکول:

اسرائيلي رسنيو د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د دغه هېواد د لوى درستيز هرزي هالوي په قول خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونه پر غزي د ځمکنيو عملياتو لپاره پوره چمتوالی لري.

 هالوي په همدې ورځ د اسرائيل او غزې پولې ته نږدې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې ځواکونه يې پر غزې د ځمکنيو بريدونو لپاره چمتو دي او موخو ته د رسېدو لپاره يې ښه پلان جوړ کړی دی او په وينا یې د برید د بل پړاو د وخت او بڼې په اړه به ژر پرېکړه وکړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې پر غزې د اسرائيلي ځواکونو د ځمکني برید پلان د "تکتیکي او ستراتیژیکو" موخو ځنډول شوی او اوس یې ځواکونو ته د بشپړ چمتووالي اجازه ورکړې ده.