چين: نړيواله ټولنه باید د پرمختیايي هېوادونو د ټکنالوژۍ د سوله ییز استعمال حقونه وساتي
CMG2023/10/25 11:38:23
شريکول:

د بې وسلې په چارو کې د چین سفیر شن جیان د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلۍ د بې وسلې او نړیوال امنیت کمېټې کې د ټکنالوژۍ د سوله ييز استعمال پرېکړه لیک د ۲۴ بنسټ ايښودونکو هېوادونو په استازیتوب وینا کړې او له پرمختیايي هېوادونو يې غوښتي، چې د ټکنالوژۍ د سوله ییز استعمال حقونه وساتي.

ښاغلي شن جیان ويلي، چې سږ کال د ټکنالوژۍ د سوله ییزې استفادې د پرېکړه لیک د تصویبېدو دوهمه کلیزه ده او د ياد پرېکړه لیک بنسټ ايښودونکو هېوادونو د سوله ییز استعمال په چوکاټ کې د ټکنالوژۍ، تاسیساتو او اومو موادو تبادلې او همکارۍ د مختلفو هېوادونو قانوني حقونه بللي دي، خو اوس یې د دغو هېوادونو د ټکنالوژۍ د سوله ییز استعمال حقونه تر حده محدود کړي دي.

نوموړي ويلي، چې نړیواله ټولنه باید د یاد پرېکړه لیک د اغېزمن تطبیق لپاره عملي تدبیرونه ونیسي او د پرمختیايي هېوادونو د ټکنالوژۍ د سوله ییز استعمال حقونه باید وساتي.