په بېجینګ کې د ګاونډيو هېوادونو د اړيکو په اړه د چين نظریو د ۱۰مې کلیزې سمینار پرانیستل شو
CMG2023/10/25 11:31:31
شريکول:

د ګاونډيو هېوادونو د اړيکو په اړه د چين نظریو د ۱۰مې کلیزې سمینار پرانیستونکي مراسم د اکتوبر په ۲۴مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شول.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېتې سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي په يادو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې رئیس شي جين پينګ لس کاله مخکې له ګاونډيو هېوادونو سره ځانګړو (مهربانه، صادقانه، ګټورې او ټولشموله) اړيکو ته ځای ورکړی دی او په وينا يې، ياده نظريه په تېرې لسیزې کې ښه تطبیق شوې او د سیمې هېوادونو ترمنځ يې د یووالۍ او همکاريو لپاره حیاتي ځواک برابر کړی دی.

وانګ يي يادو مراسمو ته په وينا کې د یوې سمسورې اسیا د جوړولو په پار څو وړانديزونه کړي دي.

۱ـ د سیمې هېوادونه دې د ګډې مشورې، جوړونې او د شريکو ګټو پر اصولو ټينګار ولري او د کمربند او لارې د ابادۍ نمونوي سیمه دې جوړه کړي.

۲ـ د سیمې هېوادونه دې د پرمختګ او ابادۍ پر لوري ټينګار ولري او د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره دې د پرمختګ یوه نمونوي سیمه جوړه کړي.

۳ـ د سيمې هېوادونه دې د نړۍ د امنیت ازمويښتي سیمه جوړه کړي.

۴ـ د سیمې هېوادونه دې د اسیا پر ارزښتونو ټینګار ولري او د متمدنې نړۍ یوه نمونوي سیمه دې ابادې کړي.

(هیله)