د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵مې نېټې د امريکا او چين د اړيکو دولتي کمېټې د جايزې ورکولو کلنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.
نوموړي په پيغام کې په بېلا بېلو برخو کې د چين او امريکا د تبادلو او همکاريو د پياوړتيا په پار د يادې کمېټې کوښښونه ستايلي دي او ډاکټر کيسنجر ته يې د جايزې د ګټلو مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې په اشارې ويلي، چې چين او امريکا د نړۍ د دوو قدرتونو په توګه د ګډ ژوند سمه لاره پيدا کولی شي او دا چاره يې د نړۍ له سوله ييز پرمختګ او د انسانانو له برخليک سره تړلې بللې ده.
نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې غواړي له امريکا سره د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او ګډو ګټو پر بنسټ همکاريو ته وده ورکړي، خپلمنځي توپيرونه ورسره سم اداره او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډ مقاومت وکړي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن هم د يادې کمېټې د جايزې ورکولو مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
(ژباړه: شکريه)