شي جين پينګ د امريکا د کليفورنيا ایالت له رئيس ګاوین سره وکتل
CMG2023/10/25 23:23:12
شريکول:



د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د امريکا د کليفورنيا ایالت له رئيس ګاوين نيوسم سره وکتل.

شي جين پينګ وویل، چين او امريکا د نړۍ د لومړۍ کچې دوه لوی اقتصادونه دي او اقتصادي حجم يې د نړۍ تر يو پر درېيمې برخې زيات دی، عمومي نفوس یې د نړۍ نږدې يوې پر څلورمې برخې ته رسېږي او دوه اړخيز سوداګریز ارزښت يې د نړۍ څه باندې يوه پر پنځمه برخه جوړوي او ګټې يې يو له بل سره ټينګې تړلې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوسنی پرمختګ په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی او بايد ډېر ارزښت ورکړل شي. چین به دغه اړيکې په مداومه توګه د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او ګډو ګټو پر اساس پرمخ يوسي او هيله لري چې امريکايي لوری له چين سره په يوه لوري روان شي.

شي جين پينګ همدارنګه هیله څرګنده کړه چې چين ته د ښاغلي نيوسم روان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل پوهاوي په زياتولو، د چين او کليفورنيا ایالت ترمنځ د همکارۍ په پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي.

نيوسم وويل، چين په تېرو څو لسیزو کې وتلي پرمختګونه کړي، په تېره بيا د نوی انرژۍ په برخه کې د ستاينې او حيرانتيا وړ لاسته راوړنې لري. نوموړي د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې اړيکې بللي او ويلي یې دي، چې ایالت به يې د چين دايمي، ثابت او پیاوړی همکار واوسي.