لي چيانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د صدراعظمانو شورا په غونډې کې د ګډون په پار بيشکيک ته تللی
CMG2023/10/25 15:13:02
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر د ۲۴ مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکې کې د قرغېزستان پلازمينې بيشکيک ته رسیدلی او ټاکل شوې، چې نوموړی به هلته د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا په ۲۲ مې غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه رسمي لېدنه وکړي.

د قرغېزستان صدراعظم جباروف په هوايي ډګر کې د نوموړي تود هر کلی کړی دی.

لي چيانګ له خپل قرغېزستاني سيال سره په لېدنې کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او همکاريو ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې چين به له قرغېزستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې کړي، خپلمنځي سياسي او ستراتېژيک متقابل باور به ورسره پياوړی کړي او د سيمې سولې، ثبات او پرمختګ ته به نوی خوځنده ځواک ورکړي.

جباروف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مثبتې ارزولي او په وينا يې، هېواد به یې له چين سره په بېلابېلو برخو کې تګ راتګ تقویه کړي، د کمربند او لارې ګډه ابادي به ورسره پرمخ يوسي، خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته به يې نوی پرمختګ ورکړي او د منځنۍ اسيا د ثبات او پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.