سي اېم جي(چين میډيا ګروپ) د فرانسې په پلازمينې پاريس کې د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د هرکلي په مناسبت د فلمي همکاريزو پروژو د پيل مراسم تر سره کړي دي.
په يادو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي او نشراتي ادارې مرستیال وزير او د چين ميډيا ګروپ د رئيس شن های شيونګ او په فرانسې کې د چين سفارت د شارژدافيز چن دونګ په شمول د چين او فرانسې ځينو استازو او شخصيتونو هم ګډون کړی و.
سي اېم جي د يادو مراسمو ګډونوالو ته د فرانسې له څو عمده خبري رسنيو او ارګانونو سره د همکاريو پروژو په باب معلومات ورکړي دي.
په يادو ويډيويي پروژو کې به د چین د دولت رئيس شي جين پینګ او د فرانسې د ولسمشر امانويل مکرون ګډو نظريو ته ځای ورکړل شي.