چين د اکتوبر په ۲۴ مې نېټې د افغانستان زلزله ځپلو وګړو ته د بېړنيو مرستو دوهمه جوپه د شينجيانګ د ځمکني بندر له لارې وليږدوله.
د چين د مرستو په دغه جوپه کې د خېمو په شمول د ژوند اړين توکي شامل دي، چې په اورګاډو او موټرونو کې به افغانستان ته ورسول شي.
چين د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لومړۍ جوپه د اکتوبر په ۱۵ مې نېټې په پوځي الوتکو کې د هرات هوايي ډګر ته ورسوله او افغان لوري ته يې وسپارله.