لاوروف: د روسیې او ایران د هراړخیزو ستراتيژيکو اړيکو د خبرو لویه برخه بشپړه شوې
CMG2023/10/25 14:08:54
شريکول:

د روسيې بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د روسيې او ايران ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو اړيکو د خبرو اترو پروسه ٪۸۵ بشپړه شوې او اوس دواړه خواوې د ځينو نورو مشخصو مسئلو په اړه په سلا مشورو بوختې دي.

لاوروف په همدې ورځ د ایران په پلازمینې تهران کې د ناګورنو قره باغ پر حالاتو د پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و او په څنډه کې يې له ایراني چارواکو سره د ایران او روسیې د اړیکو په اړه دوه اړخیزه غونډې ترسره کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې لاوروف د ایران له ولسمشر سید ابراهيم رئيسي او له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهيان سره هم کتلي دي او دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د باور په فضا کې به خپلمنځي اړيکې نورې هم پیاوړې کړي.